د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د سویډن هېواد د ماستر بیګرنه نړیوال شرکت له استازي سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۱:۵۶
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د خپل کار په دفتر کې د سویډن هېواد د  ماستر بیګرنه نړیوال شرکت Masterbyggarna International Co. له استازي سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د یاد شرکت استازي د خپلي پانګونې وړاندیز د ډبرو سکرو له سرچینو، د اوبو بندونو او د لمریزې برېښنا د پروژو په پلي کیدو باندې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي له معین سره شریک کړل.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف په افغانستان کې د یاد شرکت د پانګونې له لېوالیتا هر کلی وکړ او په دې برخه کې یې د یاد شرکت استازي ته  د وزارت د رهبري له خوا د همکاري ډاډ ور کړ.

ښاغلي عارف په دې لیدنه کې یادونه وکړه چې په افغانستان کې د هر پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او د اوبو او انرژي وزارت رهبري هم په هېواد کې د انرژي د تولید په پراختیا کې د هر ډول پانګونې هر کلی کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu