د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د ګلدرې له ولسوال او قومي مشرانو سره په هغې ولسوالي کې د برېښنا رسونې پروژې په هکله خبرې، اترې وکړې

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د خپل کار په دفتر کې د ګلدرې له ولسوال محترم مولوي محمد عثمان عثماني او د هغې ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د ګلدرې ولسوال او قومي مشرانو په نوموړې ولسوالي کې د برېښنا رسونې پروژې او د اوبو ذخیروي بند د جوړوېدو غوښتنه وکړه.

د انرژي محترم معین هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت له لوري به په راتلونکي کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د ګلدرې ولسوالي د برېښنا رسونې په برخه کې اړینه پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي وزير د هرات ولايت له پاشدان بند څخه ليدنه وکړه

١٣ شعبان ١٤٤٧ هـ ق مطابق ١٢ دلو ١٤٠٤ هـ ل

د اوبو او انرژي وزير محترم الحاج ملا محمد يونس آخندزاده هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د هريرود مرغاب عمومي حوزوي رٸيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د لوګر ولایت له قومي مشرانو سره په هغه ولایت کې د برېښنا انرژي پروژو د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې

۱۳/شعبان/۱۴۴۷هـ ق

۱۴۰۴هـ ل د سلواغې ۱۲

د انرژي محترم معین الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د خپل کار په دفتر کې د دغه معینیت د یو شمېر رئيسانو په شتون کې د لوګر ولایت له قومي مشرانو او سپین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۳۴
Background image

لغمان ولایت کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو د نصبولو په موخه ځمکه تثبیت او لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي ریاست تخنیکي ټیم د لغمان د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر نورو اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره وکتل او په دغه ولایت کې د. . .

بیرته تګ

User account menu