د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په کابل کې د چمتلې سب سټیشن څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس او ورسره مل د یاد معینیت سلاکار، محترم انجنیر رفیع الله وردګ په خیرخانې سیمه کې د چمتلې سب سټیشن او په نوموړي سب سټیشن کې د غیر فعال طاقت د جبران سیستم ( Reactive Power Compensation System ) د نیمه رغول شوې پروژې د چارو د بیاپيل لپاره د پلان د ترتیبولو په موخه لیدنه وکړه.
نوموړی سیستم په هېواد کې د برېښنا سیستم د استحکام، د شمال – ختیځ او شمال لویدیځ د برېښنا اتصال سیستم کې د ولتیج د نوساناتو د کنټرول او برېښنایي توان د کیفیت د ښه کولو لپاره اړین دی.
