د اوبو او انرژي وزارت د انرژي په معینیت کې د هیواد د انرژي د پراختیا په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي په معینیت کې د یاد وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف تر ریاست لاندې او د انرژی څانګې د ټولو رئیسانو په ګډون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د انرژي د پراختیا لپاره پر لازمو اقداماتو، په هیواد کي د انرژي پروژو د تولید، لېږد ، وېش د تطبیق لپاره د پانګې جلبول او د پانګه والو شرکتونو لپاره د مشخصي کړنلارې جوړونه دګډ فعالیت په موخه بحث او دنظر تبادله وشوه.
ښاغلی مولوي عارف الله عارف د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په دغه ناسته کې ټینګار و کړ چې، ټول مسؤلین دې د یوه کاري کړنلاې پر جوړولو باندې د پانګه والو شرکتونو سره د لازمې همغږي لپاره کار وکړي، تر څو ټول موضوعات د کاري آسانتیا او رونټیا لپاره مشخص او واضح شي.
