د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت اونېزه تخنیکي ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرې لاندې د یاد معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د ځمکې لاندې اوبو څخه په قانوني ډول د ګټې اخیستنې او د اوبو په برخه کې د ملي او سترو پروژو د پلي کولو په تړاو د ملي تدارکاتو کمېسيون د مصوبې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او په دې برخه کې اړین تصمیمونه ونیول شول.
د اوبو ښاغلي معین د پورتنیو موضوعاتو په هکله د دغې ناستې د ګډونوالو د اندونو تر اورېدو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا او تعقیب په اړه اړین هدایات ورکړل.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو معینیت اونېزې تخنیکي ناستې د اوبو سکتور د پروژو د چارو د پرمختګ، چټکتیا، د پروژو د ستونزو د هوارولو او نوموړي معینیت پورې اړوندو موضوعاتو د څېړلو په هکله ترسره کېږي.
