د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت اړوندو رئيسانو سره ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، په غزني ولایت کې د سلطان د اوبو ذخیره کولو بند د ستونزو د هوارولو او یو شمېر نورو تخنیکي موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د ناستې په بهیر کې، رئيسانو د نوموړو موضوعاتو په هکله خپل معلومات او اندونه څرګند کړل او وروسته،د اوبو محترم معین اړوندو مسؤلینو ته د چارو د لا غوره ترسره کولو لپاره اړین هدایات او سپارښتنې وکړې.
