د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت په اونېزه تخنیکي ناسته کې د ریاستونو د اونۍ د تېرو تخنیکي ناستو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه
دا اونېزه تخینکي ناسته د اوبو د تنظیم عمومي رئیس ښاغلي انجنیر عبدالغفور عمري تر ریاست لاندې او د اوبو سکتور د ټولو مسؤلینو په ګډون سره ترسره شوه.
په دغه تخنیکي ناسته کې د اړوندو ریاستونو د اونۍ د تېرو تخنیکي ناستو او پر ټاکلي وخت باندې د حاضري د لاسلیکولو باندي بحث او د نظر تبادله شوه.
د یادولو وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت کې تخنیکي اونېزه ناسته د اړوندو ریاستونو د چارو د ګړندۍ کولو او پر وخت د ستونزو د هوارولو لپاره ترسره کېږي.
