د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت په تخنیکي ناسته کې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د وضعیت او څو نورو مهمو موضوعګانو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه او لازم تصمیمونه ونیول شول

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۲ - ۱۲:۳۸
1

دا ناسته، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د ټولو مرکزي رئيسانو، آمرینو، انجنیرانو او د اوبو سکتور ټولو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د مهمو او ضروري موضوعګانو په هکله لکه:  د بشري مرستو له لارې د GIZ موسسې په همکاري د هغو پروژو معلوماتو شریکول چې ټاکل شوي ده پلي شی، په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو وضعیت  او د مدیریت لپاره یې د مناسبې لارې عملي کول او د اوبو مدیریت اړوند یو شمېر نورو موضوعګانو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو  رئيس  ښاغلي انجنیر عزیزالرحمن عزیز په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د وضعیت په هکله پرزنتیشن وړاندې کړ او د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت لپاره یې څو سناریو ګانې له ګډون والو سره شریکې کړې.

د دې ناستې په دوام کې، یو شمېر رئيسانو او کارکوونکو په خپل وار سره په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو وضعیت د اندیښنې وړ وبلل او د مدیریت په هکله یې په ناستې کې خپل نظرونه بیان کړل.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د موضوعګانو تر هر اړخیزې څېړلو وروسته، د کابل اوبو د مدیریت په برخه کې د لازمو تصمیمونو په نیولو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu