د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین او د خوړو نړیوال سازمان د استازو تر منځ ګډه ناسته

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۲ - ۱۳:۳۵
1

دا ګډه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده ، د خوړو نړیوال سازمان (WFP )د استازو او د وزارت د پروګرامونو د انسجام د رئيس په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین او د خوړو نړیوال سازمان د استازو ترمنځ د اوبو د سرچینو پروژو د  پلي کیدو د مدیریت په هکله د ګډو همکاریو لکه د اوبو رسولو د کانالونو د جوړولو او بیارغونې او د اوبو لګولو او رسولو د سیستم پیاوړتیا باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر په دغه ناسته کې د اوبو د مدیریت د پروژو په پلي کیدو کې د خوړو نړیوال سازمان له همکاریو څخه مننه وکړه او د دې همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي عمر په خپلو خبرو کې د خوړو نړیوال سازمان همکاري د هیواد د اوبو سرچینو په مدیریت کې اړینه وبلله او د دې همکاریو پر لا همغږي، لومړیتوب او پراختیا باندي ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د WFP استازو د خپلو همکاریو د دوام په اړه د دې وزارت معین ته ډاډ ورکړ.

د یادولو وړ ده، چې تر اوسه پورې د دې وزارت ډیرې پروژې د خوړو نړیوال سازمان له لوري په بیلابیلو ولایتونو کې پلي شوي او د  افغانستان ډیری وګړي له دې پروژو څخه برخمن شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس له یو شمېر قومي مشرانو سره د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په موخه وکتل

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د مرکز، ګردیز له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

د هېواد په درې شمالي ولایتونو کې د برېښنا رسولو درې پروژو چارې د نږدې څلور میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د برېښنا رسولو دغو پروژو پرانیست غونډه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو معین محترم مجیب. . .

بیرته تګ

User account menu