د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د افغانستان برېښنا شرکت د نوې عمومي رئیس د پېژندنې په غونډه کې د انرژي د پراختیا او د هیواد د ځان بسیایني په برخه کې د چارواکو پر هلو ځلو باندې ټینګار و کړ.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۷:۳۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د افغانستان برېښنا شرکت د نوې عمومي رئیس د پېژندنې په غونډه کې د انرژي  د پراختیا او د هیواد د ځان بسیایني په برخه کې د چارواکو پر هلو ځلو باندې ټینګار و کړ.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر چې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ښاغلي ملا محمد عیسی آخوند د پيژندنې په ناسته کې خبرې کولي، ټول چارواکي او کارکوونکي یې د برېښنا انرژي د پراختیا په برخه کې لا زیاتو هلو ځلو ته وهڅول.

په دغه ناسته کې ښاغلي عمر د هیواد د ځان بسیایني لپاره هڅه یو دیني او ملي وجیبه وګڼله او یادونه یې و کړه، چې په هیواد کې د امنیت په ټینګیدو سره اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې ټول د هیواد د اقتصاد د ودې او ځان بسیایني لپاره کوښښ و کړو.

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په خپلو خبرو کې د هیواد د صنعت او اقتصاد په وده کې د انرژي اهمیت ته اشاره وکړه او یادونه یې وکړه، چې اوسمهال افغانستان د برېښنا انرژي د ځان بسیایني په لور روان دی او مونږ هڅه کوو چې په هیواد کې د انرژي د تولید د زمینې په برابرولو سره د ځآن بسیایني لاره ګړندۍ کړو.

د یادولو وړ ده، چې دا ناسته د افغانستان برېښنا شرکت د نوې عمومي رئیس د پيژندې لپاره جوړه شوي وه او په دغه ناسته کې ښاغلی ملا محمد عیسی آخوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي رئيس په توګه ټاکل شوی دی و همکارانو ته وپېژندل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu