د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د افغان – ترک شرکتونو د ټولنې له یو شمېر مسؤلینو سره په افغانستان کې د پانګونې او د اوبیزو پروژو د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۲۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د افغان – ترک شرکتونو د مسؤلینو له یوې ټولنې سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې ټولنې مسؤلینو وویل، لېواله دې چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په اوبیزو پروژو کې پانګونه وکړي.

د اوبو معین د دغه لېوالتیا هر کلی وکړ او په هېواد کې د اوبو په پراختیایي پروژو کې د پانګونې لپاره د هغوی د هڅولو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت په دې برخه کې هر ډول اړینې همکاري ته چمتو دی.

هغه ټینګار وکړ، چې اوسمهال په افغانستان له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او د اسلامي امارت مسؤلین به هم په ټینګ هوډ سره د اړینو شرایطو د چمتوکولو په برخه کې له پانګوالو سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۹:۱۵
Background image

د پکتیکا اوبو او انرژي ریاست ته یو عراده سکواټر په څه باندې ۵ میلیونه افغانیو وپېرل شو

دپکتیکا د اوبو او انرژي ریاست ته د پکتیکا ولایت د مقام په همکاري یو عراده ۲۰۱۶ ماډل سکواټر په ۵.۵ پنځه اعشاریه پنځه میلیونه افغانیو وپېرل شو.

نوموړی سکواټر د پکتیکا د اوبو او انرژي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۸:۲۵
Background image

فاریاب ولایت کې د یو شمېر نیمه‌ژورو خپل سرو څاګانو د کېندلو مخنیوی وشو

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د میمنې ښار په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر نیمه ژورو خپل سرو څاګانو د کېندلو مخنیوی وکړ او د څاه کېندونکو ماشینونه یې مهر او لاک کړل.

د فاریاب د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د وطلي کانال چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي

د کونړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤولینو د دغه ولایت په چپې درې کې د وطلي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

د نوموړي کانال د جوړېدو چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي. . .

بیرته تګ

User account menu