د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د هلمند د سیندیزې حوزې د عمومي ریاست کړنې وارزولې

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۸ - ۹:۴۰
18/9/1400

 

محترم انجنیر مجیب الرحمن "عمر" د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو او مسئولینو په ملتیا د هلمند د سیندیزې حوزې له عمومي رئیس ښاغلي قاري عبدالهادي، د هلمند د فرعي سیندیزې حوزې له رئیس مولوي قایم او د یادې سیندیزې حوزې له ټولو رئیسانو او کارمندانو سره لیدنه وکړه.

ښاغلي معین په دغه لیدنه کې د هلمند د سیندیزې حوزې عمومي ریاست د فعالیتونو د راپور تر ارزولو وروسته د ستونځو د حل او راتلونکي کال لپاره د پلان چمتو کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.ښاغلي "عمر" د خپلو خبرو په ترڅ کې د اوبو د مدیریت اهمیت ته په اشارې سره د سیندیزې حوزې له ټولو مسئولینو څخه وغوښتل چې په ټوله سیندیزه حوزه کې د اوبو مدیریت لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.

په ورته وخت کې د یادې حوزې مسئولینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي معین صاحب سره شریکې کړې او په ښه ډول سره د خپلو دندو او مسئولیتونو د تر سره کولو په هکله یې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu