د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د پورتني پنجشیر بازارک سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۴:۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال او ورسره مل تخنیکي ټیم، پنجشیر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پورتني پنجشیر بازارک سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ددغې لیدنې په ترڅ کې د پورتني پنجشیر بازارک سیندیزې فرعي حوزې روانې چارې وڅیړلې او د نوموړې حوزې د کړنو د ستاینې تر څنګ یې د پنجشیر ولایت په دره، آبشار، حصه اول خنج او پریان ولسوالیو کې د اوبو څلورو منځني بندونو د جوړولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس په کندز ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزې له نږدې وڅېړلې

 

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د کندز ولایت دشت ارچې، خواجه غار او کلباد ولسوالیو ته د اوبو د کمښت ستونزو، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu