د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د پکتیکا ولایت له مشرانو سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۷:۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د پکتیکا ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو پروژو د مدیریت په هکله یې خبرې ورسره وکړې.

په دغه لیدنه کې، د پکتیکا ولایت مشرانو خپل وړاندیزونه او ستونزې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو له معین سره شریکې کړې او په یاد ولایت کې یې د اوبو پروژو د مدیریت غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د پکتیکا ولایت مشرانو ته د همکاري ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه : " مونږ پلان لرو چي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان ټولو ولایتونو ته سفر وکړو او د اړتیا وړ پروژې سروې کړو."

هغه زیاته کړه  چې د دې پلان سره سم د پکتیکا ولایت پروژې هم له نږدې څخه تر څېړنې لاندې نیول کیږي او د وزارت د تخنیکي ټیم له خوا به سروي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu