د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ۷۷ ترکي شرکت له مسؤلینو سره د همغږي ناسته ترسره کړه
په یاده ناسته کې د سروبي ۲ برېښنا بند د تخنیکي مطالعاتو د ترسره کولو او د کجکي بند د دوهم فاز د دوهمې څانګې پروژې پلي کولو په هکله چې د یاد بند د پرچاوې او د دروازو نصبول پکې شامل دي، بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د یاد شرکت مسؤلینو د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د پانګونې د زمینې د چمتووالي څخه خوښۍ څرګنده کړه او ویې ویل چې ۷۷ شرکت هوډ لري، چې په افغانستان کې د اوبو او لمریزې برېښنا انرژي پروژو د تولید په برخه کې خپلې پانګونې ته پراختیا ورکړي.
په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده یادونه وکړه، چې په اوسنيو شرایطو کې د برېښنا نشتوالی په افغانستان کې د شرکتونو او فابریکو یو له مهمو ستونزو څخه ده. د اوبو معین د ۷۷ ترکي شرکت له مسؤلینو څخه و غوښتل، چې په دې برخه کې دې خپلې همکاري زیاته کړي او همدارنګه د نورو بهرنیو پانګوالو د پام د جلبولو په برخه کې هم له اوبو او انرژي وزارت سره همکاري وکړي.
