د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په افغانستان کې د یونسیف UNICEF دفتر له استازي سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سکتور د یو شمېر رئيسانو په شتون کې په افغانستان کې د UNICEF د دفتر له استازي محترم شیوا سره وکتل.
په یاده لیدنه کې، په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې د ځمکې لاندې او سطحي اوبو سرچینو د کنټرول او مدیریت په برخه کې دمناسبو حل لارو د تر لاسه کولو د ګډو همکاریو او د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د څارنیزو شبکو د پراختیا، ساتنې او مراقبت په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او دواړو لورو د افغانستان د اوبیزو سرچینو د مدیریت په موخه د یو ملي مشورتي کنفرانس د ترسره کولو د چمتووالي څخه یادونه وکړه.
د اوبو ښاغلي معین د یونسیف UNICEF دفتر له لېوالتیا څخه ستاینه وکړه او په افغانستان کې یې د اوبو او انرژي سرچینو د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو د عملي کولو چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.
