د اوبو او انرژي وزارت د اوبو پراختیایی پروژې لپاره د پانګوونې پلان ترتیب کولو برنامه ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۵ - ۱۲:۲۲
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل په حضور سره او د عمومی او فرعی سیندیزو حوزو رییسانو په ګدون سره د هیواد په فرعي سیندیزو حوزو کې د اوبو پراختیایی پروژې لپاره د پانګونې هراړخیزه پلان د جوړولو په موخه ۳ ورځنی پروګرام د سه شنبه په ورځ (د مرغومی ۳ مه نیټه) په اوبو او انرژي وزارت کې پیل شو.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل، د دې برنامې موخه د اوبو پراختیایی پروژې لپاره د پانګونې هراړخیز ماسټر پلان چمتو او تنظیمول او د هیواد په ټولو سیندیزو فرعی حوزو کې د کانالونو دقیق نقشه چمتو کول بیان کړل.

پدې برنامه کې ښاغلی تکل په هیواد کې د اوبو مدیریت کولو د اهمیت یادونی ترڅنګ د اوبو پراختیایی پروژې لپاره د پانګونې په موخه د یو روښانه پلان او هراړخیز ماسټر پلان د اطلاعاتو، آمارو او ارقامو سره د چمتو او تنظیمولو باندې ټینګار وکړ.

پدې برنامه کې د اوبو سلاکار انجنیر فرهاد نورزی په هیواد کې د ۲۲۰۰ کانالونو د رغونی څخه خبرداری ورکړ او د کاربردی برنامو او د اوبو پراختیایی پروژې لپاره د لومړیتوب معیارونه په اړه چې د دې پلان په چمتو کولو کې مهم رول لري، توضیحات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې پدې برنامه کې د هیواد په ټولو سیندیزو حوزو کې د اوبو پراختیایی پروژې د معلوماتو په اړه په بشپړ بحث او خبرې اترې وشوی چې د پنجشنبې ورځې پورې دا پروګرام دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu