د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې د سترو قراردادونو د څېړنې ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۸:۵۱
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت  داوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ټولګټو وزارت د معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د کلیو بیارغونې وزارت معین محترم مولوي شرف الدین، د اقتصاد وزارت معین محترم ډاکټر عبداللطیف نظري، د چارو ادارې د ملي تدارکاتو مرستیال محترم شیخ عبدالرحیم رحیمي او د یو شمېر نورو وزارتونو او ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې،  په هرات ولایت کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د لمریزې برېښنا یوې فابریکې د قرارداد ډیزاین، اکمالاتو، نصب، آزمایښت او د کمیشن کاري چمتوکول، د هرات ولایت په څلورو ولسوالیو ( پښتون زرغون، اوبه، کرخ او چشت شریف)  کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د سب سټیشنونو قرارداد او  د ټولګټو وزارت اړوند په بغلان ولایت کې د سړک جوړونې یوې پروژې قرارداد تر څېړنې لاندې ونیول شول.

د ناستې په بهیر کې د هرې موضوع په هکله په مفصله توګه بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړینې پرېکړې وشوې،ترڅو د اقتصادي محترم کمېسیون سره شریک شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu