د اوبو او انرژي وزارت د حاضري او پذیرش الکترونیکي سیسټم پرانیستل شو

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۱۴:۲۹
1

د یاد سیسټم پرانیست غونډه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د مالي او اداري عمومي رئیس الحاج محمدالدین نیازي، د معلوماتي ټکنالوژي رئیس انجنیر حبیب الرحمن جلالزي او د یاد وزارت د یو شمیر نورو رئیسانو او کارمندانو په ګډون ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور د الکترونیکی سیسټمونو په جوړولو کې د معلوماتي ټکنالوژي ریاست د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې ددې وزارت رهبري د اسانتیاوو او امکاناتو په برابرولو سره د الکترونیکي سیسټمونو په جوړولو کې ددې وزارت د انجنیرانو له هڅو څخه ملاتړ کوي.

د غونډې په دوام کې، د معلوماتي ټکنالوژي ریاست رئیس انجنیر حبیب الرحمن جلالزي د حاضري او پذیرش سیسټم جوړولو ته په اشاري سره وویل چې یاد ریاست هڅه کوي ترڅو د نویو الکترونیکي سیسټمونو په جوړولو سره ددې وزارت د چارو په پرمخ وړلو کې لا زیاتې اسانتیاوي رامنځته کړي.

د یادې غونډې په پای کې، نوی جوړ شوی د حاضري او پذیرش سیسټم د انجنیر زیارت میر صدیقي له لوري د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې ګډونوالو ته وړاندې شو.

د یادونې وړ ده، چې یاد سیسټم د اوبو او انرژي وزارت د کارمندانو په مالي، اداري او حاضري چارو کې د لازیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۱
Background image

د هېواد په درېیو نورو ولایتونو کې هم چکډمونه له اوبو ډک شوي دي

په خوست، پکتیکا او غور ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له کبله چکډمونه له اوبو ډک شوي دي، چې کولای شي د اوبیزو سرچینو په پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اغېزمن رول ولوبوي.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د قزاقستان جمهوریت له سفیر سره د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله خبرې وکړې

13 شوال 1447 هـ ق

11 حمل 1405 هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې، په کابل کې مېشت د قزاقستان له سفیر محترم ګازیز اکباسوف سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳
Background image

لغمان ولایت کې د یوه بولډروال پروژې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي په عزیزخان کڅ سیمه کې د یوه بولډروال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او. . .

بیرته تګ

User account menu