د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د پکتیکا ولایت د ګومل سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم مولوي ګل رحمن عارف پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ګومل سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه او د نوموړي ریاست له رئیس او کارمندانو سره یې وکتل او ددوی د مسئولیتونو په هکله یې هر اړخیزه اصلاحي وینا وړاندې کړه.
