د اوبو او انرژي وزارت د رهبري او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان(اف، اې،او) ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۱۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده په یوه ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې  سازمان( اف، اې،او) له رئيس ښاغلي ریچارد ترینچارد سره د دواړو لورو ترمنځ د ګډې همغږي او همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه ناسته کې، په هېواد کې د پرله پسې وچکاليو او اقلیمي بدلونونو وضعیت ته په اشارې سره د اوبو او انرژي وزارت او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د اوبو په سکتور کې د ګډې همکاري د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د دې همکاریو د لا غوره ترسره کولو لپاره اړتیا ده، چې اړینې همغږۍ هم رامنځته شي.

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان رئيس هم په مرکز او ولایتونو کې د همغږي او تخنیکي همکاري پياوړتیا د اوبو د مدیریت پروژو د پلي کولو په برخه کې ګټور او اغېزمن وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې دغه سازمان چمتو دی چې د اوبو سکتور د چارو په پرمخ وړلو کې د اوبو او انرژي وزارت سره په همغږي او ګډه توګه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu