د اوبو او انرژي وزارت د رهبري غونډه ددغه وزارت اړوندو فعالیتونو د چارو د ښه والي او انسجام په هکله ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۳:۵۰
1

دغه غونډه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبرې لاندې د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د دغه وزارت د عمومي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د غونډې غړو د هرې موضوع په هکله خپل معلومات او اندونه وړاندې کړل.

په غونډه کې د وړاندې شوو موضوعاتو په هکله د معلوماتو او اندونو تر ارزولو وروسته د چارو د انسجام او لاغوره ترسره کولو په موخه اړینې پریکړې وشوې او اړوندو مسئولینو ته د وزارت د رهبري مقام له لوري اړینې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu