د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقاماتو د شاهي کانال د پروژې په هکله د لغمان ولایت له والي سره خبرې وکړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۶:۳۶
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور او د وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده په خپلو کاري دفترونو کې د لغمان له والي ښاغلي قاري زین العابدین"عابد"  سره وکتل.

په یادو لیدنو کې، په لغمان ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په ځانګړې توګه په هغه ولایت کې د شاهي کانال د پروژې د پلي کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقاماتو د لغمان والي ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال اړینې څېړنې پر شاهي کانال باندې جریان لري او د څېړونکي پلاوي له وروستي راپور سره همهاله، د یادې پروژې ستونزې هواري او چارې به یې پيل شي.

په ورته مهال، د لغمان ولایت د شاهي کانال د پروژې قراردادي شرکت استازي هم چې په یاده ناسته کې ګډون درلود، د پروژې د چارو د بیا پيل لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس له یو شمېر قومي مشرانو سره د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په موخه وکتل

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د مرکز، ګردیز له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

د هېواد په درې شمالي ولایتونو کې د برېښنا رسولو درې پروژو چارې د نږدې څلور میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د برېښنا رسولو دغو پروژو پرانیست غونډه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو معین محترم مجیب. . .

بیرته تګ

User account menu