د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقاماتو د لغمان ولايت د شاهي کانال د پروژې په هکله د هغه ولايت له والي سره خبرې وکړې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۶:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزير محترم ملا عبداللطيف منصور او د دې وزارت د انرژي معين محترم ملا عبدالقاهر ادريس د لغمان ولايت له والي محترم قاري زين العابدين عابد او د هغه ولايت له يو شمېر سيمه ييزو مسئولينو سره وکتل.

په دې ليدنه کې، د لغمان والي د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام څخه د شاهي کانال پروژې ته د دوى د پاملرنې په پار قدردانۍ او مننه وکړه او د يادې پروژې د عملي چارو د پيل لپاره يې د لا زياتي همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزير د لغمان والي ته  ډاډ ورکړ چې ياده پروژه د هغې د اساسي او عامو ګټو په پار د اوبو او انرژي وزارت د کارونو په لومړيتوب کې ده او عملي چارې به يې هم په  راتلونکي کې د پراختيايي بودجې تر منظورېدو وروسته پيل شي.

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د خپلو خبرو په دوام  کې  وویل چې  د پراختیایي بودجې د کمښت په صورت کې بیا هم د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام هڅه کوي چې په دې پروژه کې د پانګونې زمینه چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۱۲
Background image

غزني ولایت کې د عزیزي انرژي ګروپ د ۱۳۰ میګاولټ سولر سیسټم د برېښنا تولید شبکې جوړولو د توپوګرافي او جیوفزیک سروې بشپړې شوې

د دغې پروژې چارې په غزني ولایت کې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر اوسه پورې د توپوګرافي او جیوفزیک سروې بشپړې شوې، او د ماین پاکي چارې یې مخ په بشپړېدو دي.

ټاکل شوې ده، چې د نوموړې پروژې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۳۵
Background image

فراه ولایت کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو پروژه د نږدې ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فراه ولایت د بکواه ولسوالي په باغران کلي کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو پروژه د ۷ میلیونه، ۴۵۱ زره او ۹۱۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه استنادي دېوال د ۳۳۸. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۷
Background image

غزني ولایت کې د دوو چکډمونو د جوړولو چارې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د دوو چکډمونو د جوړولو چارې د ۱۸ میلیونه، ۹۵۰ زره او ۳۴۵ افغانیو په لګښت پیل شوې.

نوموړي چکډمونه د ۵ متره په لوړوالي د شاوخوا ۸۰ زره. . .

بیرته تګ

User account menu