د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني او د وزارت د عمومي رئيسانو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت د اساسنامې د تعدیل، د یاد شرکت لپاره د مدیره پلاوي او څارنې پلاوي د ټاکلو او همدارنګه د کجکي بند د دوهم فاز پروژې د قرارداد د څېړنې او ارزونې په موخه د اسنادو د راټولولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادو موضوعاتو تر څېړلو او اړینو تصمیمونو تر نیولو وروسته، اړوند رئيسانو ته لازم هدایات ورکړل.
