د اوبو او انرژي وزارت د سروې انجنیرانو د هرات له والي سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۹:۳۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د سروې انجنیرانو چې د انرژي پروژو د سروې په موخه هرات ولایت ته سفر کړی، د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا په شتون کې د هرات له والي محترم مولانا نوراحمد اسلام جار سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د دغه وزارت د انرژي معینیت د سروې انجنیرانو د خپل سفر د موخې په هکله د هرات والي ته توضیحات ورکړل او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د هرات والي د نوموړي معینیت د سروې انجنیرانو ته د همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu