د اوبو او انرژي وزارت د شپږ ورځني علمي او تخنیکي سمینار د  پای‌غونډې مراسم د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په شتون کې ترسره شول

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۴:۲۰
1

دغه سمینار چې د یوې اونۍ لپاره د وړتیا لوړولو، د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د همغږي د زیاتولو او د اداري او تخنیکي چارو د انسجام په موخه د ټولو رئيسانو، سلاکارانو او د عمومي او فرعي سیندیزو حوزو د یو شمېر انجنیرانو او د انرژي زونونو د آمرینو په ګډون د اوبو او انرژي وزارت له لوري دائر شوی وو، په بریالیتوب سره پای ته ورسېده او د پای‌غونډې مراسم یې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د چارو ادارې عمومي رئيس محترم شیخ نورالحق انور، د وزارت مقام د سلاکارانو، رئيسانو او نورو ګډونوالو په شتون کې د وزارت د غونډو په عمومي تالار کې ترسره شول.

د نوموړي سمینار د پای‌غونډې د مراسمو په بهیر کې  څو ډیجیټالي سیسټمونه چې د اوبو او انرژي وزارت  د اداري او تخنیکي چارو د آسانتیاوو په موخه نوي جوړ شوي دي، هم د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر له لوري پرانیستل شول.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دغو مراسمو کې  په اوسنیو شرایطو کې د اوبو مدیریت او د انرژي پراختیا د هېواد له بنسټیزو اړتیاوو څخه وګڼل او ټینګار یې وکړ، چې د اوبو د مدیریت غوره والي او د انرژي پراختیا کولای شي، چې د اقتصادي او سیاسي ودې لامل شي او هېواد د ځان بسیاینې په لور و خوځوي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هم د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د وزارت فعالیتونو ته په لنډې اشارې سره د دغه سمینار ترسره کول په هېواد کې د اوبو د مدیریت د غوره والي او د انرژي د پراختیا په برخه کې ارزښتناک وبلل او ټولو رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې په رښتینولي سره هڅې وکړي.

همدارنګه د چارو ادارې عمومي رئيس هم په دغو مراسمو کې د اداري او تخنیکي چارو د اجراآتو د غوره والي په برخه کې د وړتیا لوړولو برنامو ارزښت ته اشاره وکړه او دغه ډول برنامې یې د بریالیتوب په برخه کې یو مثبت ګام و باله

په ورته مهال، د اوبو او انرژي د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم په نوموړي مراسمو کې یادونه وکړه، چې په اوسنيو شرایطو کې د وړتیا لوړولو په برخه کې هر ډول فعالیت په هېواد کې د اوبو او انرژي سرچینو د مدیریت لپاره له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی او په دې برخه کې هر مثبت ګام کولای شي، چې د ځان بسیاینې په لور د هېواد  د پرمختګ د زمینې جوړونه شي.

دغو ګډونوالو د دغه سمینار په ستایلو سره وړاندیز وکړ، چې په راتلونکي کې دغه ډول سمینارونه دوام و مومي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه سمینار کې له ټولو ریاستونو څخه علمي او تخنیکي پرزنټیشنونه د وزارت د اړوندو فعالیتونو په هکله د اوبو او انرژي په سکتورونو، د مدیریت د غوره والي، د اداري چارو د انسجام، د ستونزو د ارزولو او په هېواد کې د اوبو او انرژي د مدیریت په برخه کې د شته ننګونو د هوارولو لپاره د مناسبو حل لارو د رامنځته کولو په هکله وړاندې شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۶:۴۵
Background image

لوګر ولایت کې د علوم آباد استنادي دېوال پروژې تخنیکي سروې ترسره شوه

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د محمد آغې ولسوالي د برګ کلي اړوند علوم آباد سیمه کې د استنادي دېوال پروژې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د نوموړې استنادي دېوال پروژې په پلي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۶:۶
Background image

غزني اوبو او انرژي ریاست کې د وړتیا لوړونې ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

د غزني د اوبو او انرژي ریاست کارمندانو د علمي کچې د لوړونې په موخه شل ورځنۍ ښوونیزه برنامه چې د دغه ریاست د مسؤلینو له لوري په لاره اچول شوې وه، په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

په دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۴۳
Background image

د لښکرګاه ښار او مهاجرینو ښارګوټو د اوبو رسولو شبکې د رامنځته کولو په موخه د اوبیزو سرچینو د ټاکلو لپاره جیوفزیکي څېړنې ترسره شوې

د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو سرچینو ریاست د سروې او اکتشاف ټیم د لښکرګاه ښار او د هلمند ولایت د باباجي، واشیر او نهرسراج ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د لښکرګاه ښار د امارتي. . .

بیرته تګ

User account menu