د اوبو او انرژي وزارت د عوت او ارشاد ریاست روزنیز او اصلاحي سمینار د دعوت او ارشاد د موخو او ارزښتونو په هکله ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۵:۵۹
1

یاد  سمینار د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د افغانستان اسلامي امارت د دعوت او ارشاد لوی رئيس محترم  شیخ محمد هاشم شهید ورور، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف او دکلیو پراختیا وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي احسان الله ابوالفیضان په ګډون د اوبو او انرژي وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو.

د یاد سمینار په پيل کې د اوبو او انرژي وزارت د جومات د ملا امام محترم سید هارون له خوا د قرآن کریم څو آیاتونه تلاوت شول او وروسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د عبادت او اخلاص په هکله خبرې وکړې.

د اوبو ښاغلي معین په خپلو خبرو کې د دې وزارت کارمندانو ته وویل چې د افغانستان د خلکو مسؤلیت زمونږ ټولو په غاړه دی، چې د خپل موقف څخه د هېواد او هېوادوالو ته د خدمت رسولو په لاره کې په رښتینې توګه ګټه واخلو او د اسلام سپیڅلي دین ارشاداتو ته ژمن و اوسو.

د سمینار په دوام کې، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن د دعوت او ارشاد د موخو او ارزښتونو په هکله خبرې وکړې.

په ورته مهال، د افغانستان اسلامي امارت د دعوت او ارشاد لوی رئيس محترم شیخ محمد هاشم شهید ورور یادونه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولې نړۍ په مقابل کې ودرېده او په خپل ایمان او سرښندنه سره د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړه او وتوانیده چې د نړۍ زبرځواکونو ته ماته ورکړې.

د دعوت او ارشاد لوی رئيس د دیني علومو ارزښت ته په اشاري سره د اوبو او انرژي وزارت له ټولو کارمندانو څخه وغوښتل چې د اسلام سپیڅلي دین ارشادات او  د حضرت محمد (ص) سنتونه په خپل ژوند کې عملي کړي.

په پای کې د کلیو پراختیا وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي احسان الله ابوالفیضان د بېلابېلو موضوعاتو او په ځانګړې توګه د دیني علومو په زده کولو باندې ټینګار وکړ او ټول ګډونوال یې رښتینې خدمت رسولو ته وهڅول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۲:۱۱
Background image

اوبو او انرژي وزارت کې په (ورځنیو چارو کې د اوبو سپما) تر سرلیک لاندې د پوهاوي ورکولو برنامه دائره شوه

دغه برنامه د دغه وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د اوبو د تنظیم، اوبولګولو او کانالیزاسیون ریاست په همکاري د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې نن، سه شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ل کال د لړم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۲:۱۰
Background image

د کنړ د اوبو او انرژي رئيس د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې له تخنیکي ټیم سره وکتل

د کنړ د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې له تخنیکي ټیم سره وکتل او وروسته یې نوموړي ټیم ته د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ لمریز کال په بهیر کې د دغه ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۵۲
Background image

لوګر ولایت کې د کهکشان سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د کهکشان سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

په دغه پروژه کې چې. . .

بیرته تګ

User account menu