د اوبو او انرژي وزارت د پایداره انرژي او د افغانستان برېښنا شرکت د یو شمېر مسؤلینو ترمنځ د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۲:۶
1

یاده ناسته چې د اوبو او انرژي وزارت د پایداره انرژي رئيس ښاغلي مومن بسمل تر مشري لاندې ترسره شوه، د وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت د عملیاتي معاونیت د نوي کېدو وړ انرژی ریاست له استازو سره د انرژي اغیزمنتوب په برخه کې د همغږي او کاري پلانونو په هکله بحث او دنظر تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، د دواړو لورو مسؤلینو د خپلو کړنو او پروګرامونو په هکله معلومات وړاندې کړل او هوکړه یې وکړه چې د لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله کاري پلان په چمتو کولو باندې په ګډه سره کار وکړي.

له هغه ځایه چې د اوبو او انرژي وزارت د پایداره انرژي او د افغانستان برېښنا شرکت د عملیاتي معاونیت د نوي کېدو وړ انرژي ریاست مسؤلین د انرژي د اغیزمنې او ګټورې ګټې اخیستنې د پروګرامونو د پلي کولو لپاره در انرژي د اغېزمنتوب په برخه کې کار کوي؛ د همدي لپاره د دواړو لورو مسؤلینو د انرژي اغیزمنتوب پروګرامونو د پوهاوي ورکولو د پلي کېدو په برخه کې د ګډې همکاري او همغږي په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۶:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس سره د کجکي بند د پراختیا د اهمیت او د برېښنا تولید د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې

۵/ ثور/ ۱۴۰۵هـ ل

۸/ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئیس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او د کجکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

لغمان ولایت کې د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې بشپړې شوې

لغمان ولایت د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو سره په همغږي بشپړې شوې.

دغه کانال چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالي لري، د شاوخوا ۸۰۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۵۱
Background image

کاپیسا ولایت کې د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې پیل شوې

د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لاندنې پنجشیر – محمود راقي سیندیزې فرعي حوزې ریاست له مسؤلینو سره په همغږي پیل شوې.

نوموړی کانال چې ۲۰ کیلو متره. . .

بیرته تګ

User account menu