د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس د ننګرهار سیندیزې حوزې له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۵:۳۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي فضل الرحمن سعید او ورسره مل ټیم ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار سیندیزې حوزې له رئيس محترم سید فضل احد هاشمي او د دغې حوزې له کارمندانو سره وکتل.

د دغې لیدنې په پیل کې، ښاغلي هاشمي د نوموړې حوزې د فعالیتونو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.

په ورته مهال، د دغه وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس په دغه لیدنه کې د خپل سفر په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې پلټنه یو اسلامي اصل دی او د ټولو چارو پلټنه باید د اسلامي اصولو سره سم تر سره شي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu