د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې نوی رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۵:۲۳
1

محترم مولوي فضل الرحمن " سعید" د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا محترم مقام د منظوري پر بنسټ د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې د رئيس په توګه ټاکل شوی او په یوه ناسته کې د لوی څارنوالي د فرامینو د پلي کېدو  او د څارنې عمومي ریاست د معین محترم شیخ نورالله نوري، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د مالي او اداري عمومي رئيس محترم الحاج محمد الدین نیازي او د دغه وزارت د یو شمېر نورو رئيسانو په شتون کې همکارانو ته ور وپېژندل شو.

ښاغلي نوري د پيژندګلوي په دغه ناسته کې وویل چې ټول مسؤلین په خپلو دندو کې د خدای(ج) په آزموینه کې دي او هر څوک باید تل د خپل مسؤلیت په تناسب هڅه وکړي چې په دغه الهي آزموینه کې بریالی شي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس هم په اسلامي امارت کې د ښاغلي مولوي سعید د پخوانيو خدمتونو ستاینه وکړه او د کورنۍ پلټنې له ټولو کارمندانو څخه یې و غوښتل چې له نوي رئيس سره د چارو په پرمخ وړلو کې په ښه توګه او نېکو مشورو سره همکاري وکړي.

همدغه راز، د پایدارې انرژي عمومي رئيس او د کورنۍ پلټنې پخواني رئيس محترم مولوي عزیزالله "سهار" هم په اسلامي امارت کې  د مولوي فضل الرحمن نیکو او ارزښتناکو خدمتونو ته اشاره وکړه او ورته یې په دغه مهم مسؤلیت کې د بریا غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې محترم مولوي فضل الرحمن"سعید" له منبع العلوم مدرسې څخه د لیسانس په کچه فارغ شوی او د اسلامي امارت په مخکیني حاکمیت کې په مرکزي احصائيې کې د دموګرافي د رئيس په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي سعید د یرغل په وړاندې په جهادي پړاو کې درې ځله د بګرام په بند خونه کې بندي شوی او د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د نظامي کمېسیون د مسؤل په توګه دنده ترسره کړې، چې په دې لاره کې کوټلي ګامونه پورته کړي او ډېرې ستونزې ګاللي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu