د اوبو او انرژي وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو راپور د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبرې کنفرانس په ترڅ کې وړاندې شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۵:۹
1

یاد مطبوعاتي کنفرانس د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د اطلاعاتو او نشراتو رئيس محترم الحاج غلام جیلاني حق پرست، د اوبو د برنامو رئيس محترم انجنیر رفیع الله ستانکزي، د انرژي د برنامو رئيس محترم انجنیر فرهاد محمودي، د اوبو پروژو د کیفیت د کنټرل رئيس محترم انجنیر شفیق وکیل او د انرژي د معینیت تخنیکي متخصص محترم انجنیر منیراحمد یوسفزي په ګډون د حکومت د رسنیو په مرکز کې وړاندې شو.

د اوبو محترم معین د یاد مطبوعاتي کنفرانس په بهیر کې د اوبو او انرژي وزارت د مالي کال د کړنو په هکله په هر اړخیزه توګه اړین معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: " د نیمګړو پروژو د چارو دوام، د آمو سیند څنډو د تحکیم لپاره د اړینو تدابیرو نیول، په لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل ښار کې د اوبو د سرچینو د مدیریت او د څښاک اوبو رسولو لپاره د هر اړخیزو او اغیزمنو طرحو چمتو کول، له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونو سره د برېښنا تړونونو غځول، د حقوقي اسنادو توحید، تحلیل او چمتو کول، د اوبو د مدیریت او د انرژي د تولید په پروژو کې  د پانګونې د جلبولو لپاره د زمینې برابرول، په ۱۴۰۱ مالي کال کې د دې وزارت د اړینو کړنو څخه دي.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو محترم معین د خپلو خبرو په دوام کې څرګنده کړه چې: " د ۱۴۰۱ مالي کال په بهیر کې په هلمند ولایت کې د کجکي بند د دوهم فاز د لومړۍ برخې عملي چارې بشپړې، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د دريېم فاز او په کابل کې د شاه او عروس بند، په زابل ولایت کې د توري بند او په تخار ولایت کې د نمک آب کانال په اوږدو کې د دریاچې د اصلاح چارې روانې دي او په هرات کې د پاشدان بند او په فراه کې د بخش آباد بند د چارو بیا پيل په پلان کې دي.

همدارنګه ښاغلي آخندزاده په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې د تېر کال په بهیر کې ۳۶۰ پروژې چې سربندونه، د اوبو لګولو کانالونه او چکډمونه پکې شامل دي د نړیوالو موسسو په همکاري سره پلې شوې دي.

د دې مطبوعاتي کنفرانس په دوام کې د اوبو محترم معین او ټولو رئیسانو  د اوبو او انرژي وزارت  د ۱۴۰۱ مالي کال د لاسته راوړنو  او د ۱۴۰۲ کال د برنامو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او د خبریالانو پوښتنو ته یې اړین ځوابونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۵۲
Background image

لوګر ولایت کې د کهکشان سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د کهکشان سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

په دغه پروژه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د پکتیکا ولایت د پلتوني بند د پرچاوې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیکا ولایت د پلتوني بند چې د اوبو او انرژي وزارت یو له مهمو پروژو څخه دی، د پرچاوې چارې یې اوسمهال ۹۸ سلنه بشپړې شوې، چې په ټوله کې د نوموړي بند چارې ۲۴ سلنه بشپړې او پاتې چارې یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۳:۳۰
Background image

د فاریاب ولایت د دوو ولسوالیو له سیمه ایزو مسؤلینو سره د شګو را اېستلو او خپل سرو څاګانو کېندلو د مخنیوي په هکله خبرې وشوې

د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار او چهلګزي له ولسوالانو سره په جلا، جلا لیدنو کې د شګو را اېستلو او خپل سرو څاګانو کېندلو د مخنیوي په. . .

بیرته تګ

User account menu