د اوبو او انرژي وزارت د ۱۸۰ پروژو په تطبیق سره د ۱۳۰۰ ټنه څخه زیات غنم د کابل اوسیدونکو ته وویشل شول

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۱۰:۵۸
11/9/1400

 

 

دا پروګرام چې دابو او انرژي وزارت لخوا د غذایي بحران له منځه وړلو او کار پیدا کیدو په موخه په لاره اچول شوی وو د کابل ولایت د شکردرې، ګلدرې، استالف او فرزې ولسوالیو کې تطبیق شو.

د کار په مقابل کې غنمو د توزیع پروګرام د اوبو او انرژي وزارت د انرژي برخې معین ښاغلي مولوی عارف الله عارف، د کابل سیندیزې حوزې لوی رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د کابل فرعي وسطي سیندیزې حوزې رئیس مولوی ولی محمد تائیب او د دې وزارت یو شمیر نورو مسؤلینو لخوا افتتاح شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوی عارف خلکو ته د غنمو د توزیع پر وخت د دولت مسؤلین د جامعې خدمتګاران یاد کړه، او د صادقانه خدماتو وړاندې کول یې د دې مسؤلینو اساسي دنده یاد کړه، او په خپلو خبرو کې د عام المنفعه پروژو د تطبیق په برخه کې د خلکو له همکاریو څخه مننه وکړه.

په همدې حال کې د کابل سیندیزي حوزې لوی رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال د دې پروګرام د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دې پروګرام په تطبیق سره په ټولیز ډول د کانال پاکونې او اوبو مدیریت ۱۸۲ پروژې تطبیق شوي دي او سلګونو خلکو له هغې ګټه اخیستې ده.

د یادونې وړ ده چې د دې پروګرام په تطبیق سره ۱۳۱۵۸۰ ورځې کار پیدا او د هغې په مقابل کې کارکوونکو ته په ټولیز ډول ۱۳۴۵ ټنه غنم وویشل شول چې ۱۳۴زره څخه زیاتو خلکو له هغې ګټه واخیسته.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu