د اوبو او انرژي وزارت د IT رئیس معرفي شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۵:۱۹
۱

ښاغلی انجنیر جبیب الرحمن "جلالزی" نن د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د اوبو اوانرژي وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ د رئيس په حیث، د یاد ریاست کارمندانو ته ور وپېژندل شو.

په دغو مراسمو کې چې د یاد وزارت د مقام د دفتر رئیس ښاغلی قاري محمد عبدالعزیز"عزیز"، د مالي او اداري عمومي رئيس ښاغلی  حاجی محمدالدین "نیازی"، د بشري سرچینو رئيس ښاغلی اسدالله "کاکړ"، د مطبوعاتو او نشراتو رئیس ښاغلی غلام جیلانی "حق پرست" او یو شمېر نورو رئیسانو او د وزارت کارمندانو ګډون در لود؛ ښاغلی انجنیر حبیب الرحمن "جلالزی" د معلوماتي تکنالوژۍ د رئيس په حیث د خپلې ادارې کارمندانو ته ور وپېژندل شو.

په دغو مراسمو کې د وزارت مقام د دفتر رئيس ښاغلی قاري محمد عبدالعزیز"عزیز"، د وزارت د مالي او اداري عمومي رئیس ښاغلی حاجي محمدالدین "نیازي"، لنډې خبرې وکړې، نوې رئيس او کارمندانو ته یې د خدای(ج) له دربار څخه د ښه خدمت غوښتنه وکړه.

یاده دې وي چې ښاغلی انجنیر حبیب الرحمن "جلالزی" د تجارت په برخه کې د لیسانس تر کچې زده کړې په مصر کې او د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې یې د ماسترۍ تر کچې زده کړې په پاکستان کې سرته رسولې دي او همدارنګه د تېر رژیم د واکمني په وخت کې ۷ کاله په بګرام کې په اسارت کې تېر کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu