د اوبو او انرژي وزارت رهبري مقام په یوه ناسته کې د ګلبهار سوداګریز شرکت له رئيس سره په افغانستان کې د بادي برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله خبرې وکړې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد په یوه ناسته کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت یو شمېر رئيسانو هم شتون درلود، د ګلبهار سوداګریز شرکت له رئيس محترم ګلبهار حبیبي سره د باد له سرچینو څخه د برېښنا انرژي د تولید په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت رئيس په هېواد کې د بادي برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه او په دې برخه کې د وزارت د رهبري مقام د هوکړې او همکاري غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت د لېوالتیا ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه، چې له باد څخه د برېښنا د تولید لپاره کافي سرچینې په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې شتون لري او د وزارت رهبري له باد څخه د برېښنا انرژي د تولید لپاره د پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کوي او په دې برخه کې هر ډول مرستې ته ژمن او هوډمن دي.
په پای کې، دواړو لورو د چارو په چټکتیا او همغږي باندې هوکړه وکړه، چې په یوه بله ناسته کې په بشپړه توګه خبرې وکړې، ترڅو د زمینې د برابرولو او د چارو د پرمخ وړلو لپاره اړین تصمیمونه ونیول شي.