د اوبو او انرژي وزارت رهبري څلورمه ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۹ - ۱۳:۲۰
08

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر او د انرژي  معین ښاغلي مولوی عارف الله عارف او د وزارت ټولو عمومي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د قرانکریم مبارکو ایاتونو په تلاوت سره شروع شوه، په مختلفو اداري او تخنیکي موضوعاتو، د المار بند پروژې او لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ستونزو حل په موخه د نظرونو تبادله وشوه او د شته ستونزو د حل او د چارو د لا ښه والي  په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول.

د انرژي معین ښاغلي مولوی عارف الله عارف او د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر د ناستې په جریان کې د خپلو اړونده رئیسانو د راپورونو له بررسي وروسته د بحث اړوند موضوعاتو په اړه د د ستونزو د حل او چارو د ګړندیتوب په موخه لازم هدایات ورکړل.

د اوبو او انرژي وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu