د اوبو او انرژي وزارت سرپرست  وزیر له یو لوړ پوړي پلاوي سره د فراه ولایت د بخش آباد بند څخه لیدنه وکړه.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۴ - ۱۶:۲۳
1

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" د یو لوړ پوړي پلاوي په مشري، چې د مالیې او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو مرستیالانو هم په کې ګډون درلود، د فراه ولایت د بخش آباد بند څخه لیدنه وکړه.

 د اوبو او انرژي وزارسرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د دغه ولایت د بخش آباد له بند څخه لیدنه وکړه او بیا یې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو له قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی ګڼې ستونزې، وړاندیزونه او خبرې یې واورېدې.

په یاده لیدنه کې د فراه ولايت يو شمېر ملکي او نظامي مسوولينو، د مرکز تخنيکي انجینرانو، د مرکز او ولسواليو ګڼو مخورو قومي مشرانو هم پکې ګډون کړی وو.

د فراه ولایت مخورو مشرانو له راغلي پلاوي څخه وغوښتل، چې د بخش آباد بند د رغولو لپاره دي بانکي حساب پرانیزې، ځکه د دوی په وینا د بخش آباد بند د رغولو لپاره له هیواد څخه بهر یو شمیر هېوادوالو د مالي مرستو ژمنې کړي دي..

  وروسته د اوبو او انرژي وزارت سرپرست  وزیر د فراه ولایت د خلکو له دې اقدام څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې مرکزي حکومت به د بخش آباد د بند لپاره د بودیجې د تخصیص په برخه کی پوره هڅه وکړي.

 نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د یاد بند د نیمګړې پروژې لګښت، چې شپږ سوه زره امریکايي ډالره کيږي او د تیر نظام څخه پاتې شوی، اوس د ا.ا.ا پر غاړه اخیستی او په راتلونکي کې به د بند د نورو پړاوونو عملي کار پیل شي.

 باید وویل شي، چې د اوبو او انرژي وزارت د ترسره شوې سروې پر بنسټ، د دې بند په بشپړیدو سره به په دي ولایت کې ۱۰۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او له دې بند څخه به ۲۷ میګاواټه بریښنا تولید شي.

 دغه راز دا سروې ښيې، چې د بخش آباد بند د ٨١ مترو په لوړوالي سره ١٣ زره او شپيته ميليونه متره مکعبه اوبه زېرمه کولای شي.

د بخش اباد بند د فراه ولایت، فرارود ولسوالي له مرکز سره په ديرش (۳۰) کلیومترۍ کې قرار لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، لیدنه وکړه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، په داسې حال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

جوزجان ولایت کې د برېښنا رسولو دوو پروژو چارې د نږدې دوه میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د جوزجان ولایت په قوش‌تیپې او درزاب ولسوالیو کې د برېښنا رسولو پروژو چارې د ۱ میلیارد، ۸۸۶ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۵
Background image

د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه. . .

بیرته تګ

User account menu