د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د غزني له والي سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۴:۳۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د غزني له والي محترم الحاج مولوي عبدالصمد جاوېد او د غزني د اوبو او انرژي رئیس مولوي محمد شفیق منصور عمر سره د ولایت په مقام کې ولیدل.

د غزني ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یاد ریاست د کړنو په تړاو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه د زردآلو بند چې په د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې موقعیت لري او چارې به یې په راتلونکې کې پیل شي، د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې چارې به د هوا له سمېدو سره سمې پیل شي او د اندړو ولسوالي د یرګتو بند مطالعات هم دوام لري.

ښاغلي منصور عمر څرګنده کړه چې د اوبو او انرژي وزارت په راتلونکي کال کې د زنخان ولسوالي په خوش ابدال او د واغظ ولسوالي په ملاخېل کلیو کې د سېلابونو د کنترول او ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه د شاوخوا 10 میلیونه افغانیو په لګښت چکډمونه جوړوي او همدارنګه په اجرستان ولسوالي کې د کرنیزو ځمکو د خوندي ساتلو په موخه استنادي دېوال جوړوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۹
Background image

فاریاب ولایت کې د اجریم غلبلې چکډم پروژې چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست څارنیز ټیم د فاریاب ولایت په المار ولسوالي کې د اجریم غلبلې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۵
Background image

د هرات د اوبو او انرژي رئيس د هغه ولایت د تیلو ټانکونو ټولنې له مسؤلینو سره د تیلو ټانکونو په انګړ کې د جذبي څاګانو د کېندلو په هکله خبرې، اترې وکړې

د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د هغه ولایت د تیلو ټانکونو ټولنې له رئيس او مرستیالانو سره وکتل او د تیلو ټانکونو په انګړ کې د جذبي څاګانو د کېندلو په هکله بحث او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

بامیان ولایت کې ۱۲ پایې سټیشنونه وڅېړل شول

د بامیان د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو په هغه ولایت کې ۱۲ پایې سټیشنونه چې پکې ۸ پایې هایدرولوژي او ۴ پایي د واورو ارزونې دي، وڅېړل.

همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو له هغو سټیشنونو. . .

بیرته تګ

User account menu