د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د پنجشېر سیندیزې فرعي حوزې ریاست کارمندان پهٔ اخلاص او صداقت سره خدمت کولو ته وهڅول

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۵:۵۶
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور پنجشېر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغهٔ ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست لهٔ مسؤولینو او کارمندانو سره وکتل.

پهٔ دغهٔ لیدنه کې ښاغلي منصور د نوموړې سیندیزې حوزې د مسؤولینو او کارمندانو ستونزې او وړاندیزونه لهٔ نږدې وڅېړل، هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپل مسؤولیتونه او دندې پهٔ رېښتینولي سره ترسره کړي، د خدمتونو پهٔ وړاندې کولو کې خپلې ټولې هڅې پهٔ کار واچوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۲۰
Background image

لغمان ولایت کې د یوه کانال د پخولو او محافظوي دېوال د جوړولو چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند په کړاوو سیمه کې د یوه کانال د پخولو او محافظوي دېوال د جوړولو پروژې د چارو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

په پنج آمو سیندیزه عمومي حوزه کې د نقي کانال د بیارغونې په هکله ناسته ترسره شوه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد د یو، این، او، پي، اس دفتر له تخنیکي مسؤلینو سره وکتل او د نقي کانال د بیارغونې په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د دهلې بند د پرچاو شوو اوبو د بهیر تنظیم، وېش، کنټرول او څارنه روانه ده

د کندهار د سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اوبو تنظیم د تخنیکي ټیم له لوري د دهلې بند د پرچاو شوو اوبو د بهیر تنظیم، وېش، کنټرول او څارنه په منظم ډول روانه ده.

د دهلې بند پرچاو شوې اوبه په. . .

بیرته تګ

User account menu