د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۱:۴۶
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ترکمنستان هېواد له سفیر ښاغلي خواجه اویزوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر افغانستان ته د وارداتي برېښنا د رسولو په برخه کې د ترکمنستان له دوامداره همکاریو مننه وکړه او د دې همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

همدارنګه د ترکمنستان سفیر هم د افغانستان د وارداتي برېښنا د تړون د غځولو په برخه کې د خپل چمتووالي ډاډ ورکړ  او ژمنه یې وکړه، چې د دغه هېواد د همکاریو په ځانګړې ډول د جوزجان ولایت د خماب او قرقین ولسوالیو د برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې به همکاري وکړي.

یاده ناسته په یوه صمیمي فضا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام او پراختیا په ټینګار سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu