د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د جوزجان ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۶:۳۴
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د جوزجان ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس ښاغلي ملا سعدالدین سلیمي او دهغه ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د جوزجان ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئیس د ۱۴۰۰ لمریز کال د شپږو وروستیو میاشتو کاري راپور د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر سره شریک کړ.

همدارنګه د جوزجان ولایت د قرقین او خماب ولسوالیو یو شمېر مشرانو د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي منصور ته د خپلو ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه یې وړاندې کړل او په یادو ولسوالیو کې  د برېښنا رسولو  د پروژو د تطبیق غوښتنه یې وکړه.

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د جوزجان ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د جوزجان ولایت د خلکو ستونزو ته  به رسیدګي و کړي او د قرقین او خماب ولسوالیو د برېښنا رسولو پروژې ته به لازمه پاملرنه وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu