د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د روحاني بابا (رح) له مزار او جومات څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د اوبو او انرژي وزرات سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د شیخ احمد روحاني بابا (رح) له زیارت او جومات څخه لیدنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر لمړۍ د روحاني بابا علیه الرحمة مزار ته لاړ د هغه روح ته یې دعا وکړه، وروسته یې د روحاني بابا (رح) د مزار له متولي او د دې کلي له اوسیدونکو سره خبرې وکړې.
ښاغلي وزیر د روسي او آمریکايي اشغال د کلونو په بهیر کې د روحاني بابا (رح) د جبهې د مجاهدینو او کلیوالو د قربانیو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د اعلای کلمة الله او اسلامي نظام د حاکمیت په خاطر د دوی قرباني نه هېرېدونکې او د زیات قدر وړ دي. مونږ د دوی قربانیو او زحمتونو ته د قدر په سترګه ګورو، او هیله کوو چې تاسې به هم د خپلو مشرانو په څېر درانه شخصیتونه د دین او هېواد د خدمت لپاره وړاندې کړئ.
وروسته د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لته تر کار لاندې جومات څخه لیدنه وکړه او د جومات د تعمیر لپاره یې یوه اندازه نقدي مرسته وکړه.
د یادې سیمې اوسېدونکو د اوبو او انرژي وزارت له مرستې څخه خوښۍ وښوده او ترې مننه یې وکړه.
