د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د شاه و عروس بند د پروژې وضعیت له نږدې څخه وڅېړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳ - ۱۶:۲۵
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل د وزارت یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د کابل ولایت شکر درې په ولسوالي کې د شاه و عروس بند د پروژې وضعیت له نږدې څخه ترڅېړنې او مطالعي لاندې ونیو.

د شاه و عروس بند څخه یاده لیدنه په دې موخه ترسره شوه چې څو ورځې کیږي چې یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې ګني د یاد بند کانکریټ ویجاړ شوی او دا سې ښیې چې ګني د بند کانکریټ زیانمنیدونکی دی.

په همدې موخه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په خپله د بند ساحه له نږدې څخه وکتله او د پروژې له تخنیکي مسؤلینو څخه يې په دې اړه وضاحت و غوښت چې د بند په ساحه کې لږ کانکریټي پوستکي لټېدلې دي. هغه په مفصله توګه د تخنیکي څېړنو او د مسؤلینو د آندونو څخه وروسته څرګنده کړه، چې دا موضوع د اندیښنې وړ نه ده او ډېر ژر به د مسؤلینو په واسطه بیا ورغول شي.

همداراز تخنیکي مسؤلینو هم یاده کړه او ډاډ یې ورکړ چې دا موضوع د اندیښنې وړ نه ده او یوازې د کانکریټي پوستکو د لټېدلو یوه سلسله ده چې د بیارغولو وړ ده.

همدارنګه  ښاغلي منصور د پروژې د وضعیت او پاتې چارو په هکله د قراردادي شرکت له استازي سره خبرې وکړي او د بند د پاتې چارو د لا چټکتیا لپاره یې د پروژې تخنیکي مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې د شاه وعروس بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت د کار لاندې پروژو څخه یوه پروژه ده چې په شکر درې ولسوالي کې د اوبو لګولو، د څښاک اوبو د برابرولو او د برېښنا د تولید په موخه په لاره اچول شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu