د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د لغمان ولایت له والي ښاغلي قاري زین العابدین عابد سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د لغمان ولایت د شاهي کانال په هکله یې بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده لېدنه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لغمان ولایت والي ته ډاډ ورکړ چې د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د تطبیق لپاره ددي وزارت له خوا د اړتیا وړ لومړیتوبونه په پام کې نیول شوې دي.
ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د قرارداد په هکله لازمې څېړنې ترسره شوې دي او اوسمهال د پروژې ګذارش د افغانستان اسلامي امارت له اقتصادي کمیسیون سره شریک شوی دی چې ستونزي یې حل او د تطبیق لپاره یې اړینه بودیجه منظور شې.
