د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د هېواد د پوهنې پخوانې وزیر سره و کتل

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۳۰ - ۱۲:۶
15/4/1443

 

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست  وزیر، ښاغلي ملا عبداللطیف" منصور" د ملي او جهادې شخصیت او دهیواد د پوهنې پخواني وزیر ښاغلي ډاکټر فاروق "اعظم "سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د هیواد اوسني وضعیت په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په لمړیو کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د هېواد د پوهنې پخواني وزیر ته ښه راغلاست وویل او ترڅنګ یې د اسلامي امارت ځواکونو پواسطه یې د هیواد بشپړې خپلواکۍ مبارکي ورکړه.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" زیاته کړه "افغانستان د ټولو افغانانو هیواد دی او د ټولو مسلکي او تجربه لرونکو کدرونو څخه غوښتنه کوو چې د هیواد په آبادۍ کې له مونږ سره همکاري وکړي ترڅو  خپلو هیوادوالو ته د هوسا او ارامه ژوند زمینه برابره کړو.
په همدې حال کې
، د هیواد د پوهنې پخواني وزیر ښاغلي ډاکټر فاروق" اعظم  "د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ته له هیواده د امریکايي او ناټو یرغلګرو ځواکونو د وتلو  مبارکي  وویله او همدا شان اسلام یې د ټولو مسلمانانو د وحدت او یوالي لاره یاده کړه او د هر ډول همکاریو وعده یې وکړه.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu