د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیکا مرستیال والي او د هغه ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۳:۳۷
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پکتیکا مرستیال والي محترم مخدوم عبدالسلام سعادت او د هغه ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري فتح محمد ذاکر سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت د خلکو د ستونزو د هوارولو او په نوموړي ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلې کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت مرستیال والي ته د اوبو او انرژي پروژو د پلې کولو په برخه کې ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه، چې د پلتوني بند  د عملي چارو د پیل لپاره چمتووالی جریان لري.

ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې د پکتیکا مرستیال والي ته وویل، چې د اوبو د مدیریت او تنظیم د پروژو د پلې کولو په برخه کې به هم د شته امکاناتو په چوکاټ کې د دې ولایت د خلکو ستونزو د حل لپاره اړینه پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۲:۲
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئیس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئیس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار محترم انجنير سيدرحمن ځدراڼ جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۱۲
Background image

لوګر ولایت کې د کاریزونو د ترمیم او پاکاري د پروژو چارې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د خوښۍ ولسوالي د خدای رحمن او مرکز، پل‌علم اړوند د دادو خېلو کاریزونو د ترمیم او پاکاري پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۷
Background image

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې له تخنیکي ټیم سره وکتل

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې له تخنیکي ټیم سره وکتل او د نوموړې عمومي حوزوي ریاست او د دشت قلعې د اوبو او انرژي ریاست د. . .

بیرته تګ

User account menu