د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ډبرو  له سکرو څخه د برېښنا د تولید په فابریکې باندې د پانګونې په هکله د ګلبهار انویست شرکت له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۱۳:۲۴
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې د وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس هم شتون درلود د ګلبهار انویست شرکت له رئيس محترم حاجي ګلبهار حبیبي او د یاد شرکت له یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د ډبرو له سکرو څخه د ۱۰۰ تر ۲۰۰ میګاواټو په وړتیا د برېښنا د تولید د یوې فابریکې د جوړولو په موخه د یاد شرکت د پانګونې لپاره د اړینو همغږیو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ګلبهار انویست او د وزارت له تخنیکي مسؤلینو څخه و غوښتل چې ډېر ژر دې اړینې څېړنې ترسره کړي او د پروژې عملي چارې دې ګړندۍ کړي.

په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې ډېر ژر دې د اوبو او انرژي وزارت او د یاد شرکت ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي، ترڅو د پروژې د چارو په ترسره کولو کې اړینې همغږي ترسره شي او د پروژې عملي چارې کړندۍ  شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu