د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د کاپيسا ولایت له امنیه قوماندان سره وکتل

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۲ - ۱۹:۱۶
۱۲/۳/۱۴۰۱

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" د خپل کار په دفتر کې د کاپیسا ولایت له امنیه قوماندان ښاغلي ضیاالحق" حامد" سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې، د کاپیسا ولایت د خلکو د وضعیت په ځانګړې توګه د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په برخه کې د یاد ولایت د خلکو  پر اړتیاو بحث او د نظر تبادله وشوه.

د کاپيسا ولایت امنیه قوماندان ښاغلي "حامد" په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیره سره دکاپیسا ولایت د خلکو د وضعیت په اړه خبرې وکړې او په دغه  ولایت کې د اوبو د مدیریت او د انرژي د تولید پروژو د پلي کیدو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان ته ډاډ ورکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت له خوا به د یاد ولایت د خلکو ستونزو ته لازمه پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu