د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د IOC شرکت د رئیس سره وکتل

hafiz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۸ - ۱۴:۳۵
3

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور " نن د غرمې مخکي د خپل کار په دفتر کې  د IOC شرکت رئيس  ښاغلي فضل‌الرحیم او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د IOC شرکت رئيس په افغانستان کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا انرژي د تولید په موخه د پانګونې لیوالتیا  څرګنده او زیاته یې کړه چې غواړي په افغانستان کې ۱۰۰ میګاواټه د برېښنا انرژي د ډبرو سکرو څخه تولید کړې.

په ورته وخت کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د IOC رئيس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه،او سمهال په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او افغانستان د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې ډېرې زېرمي لري او مونږ ټولو کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې زمینه چمتو کوو.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لیوالتیا د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې ډېره شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu