د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر زابل ولایت ته په رسمي سفر تللی دی

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۲ - ۱۵:۱
7/4/1443

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، ښاغلی ملا عبداللطیف "منصور" نن د یوه رسمي سفر په ترڅ کې زابل ولایت ته تللی او هلته یې  د زابل سیندیزی حوزي له رئیس او د یاد ولایت له کفیل سره و کتل.

د زابل سیندیزي حوزي رئیس، ، ښاغلی مولوي عبدالکریم ذالفقار د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور"   ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد ریاست شته ستونزي او وړاندیزونه یې د وزارت رهبري ته وړاندې کړل.

د زابل سندیزي حوزي رئیس په زابل ولایت کې د روانو پروژو په اړه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د شته ستونزو د هوارولو لپاره د هدایاتو غوښتونکی شو.

په ورته وخت کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" په هیواد کې د آمریکایي او ناټو ځواکونو د ماتې او د هیواد د بشپړې خپلواکي تر لاسه کولو په مناسبت، یاد رئیس او ټولو مجاهدینو ته مبارکي وړاندې کړه.

له هغه وروسته، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر وویل: " چې د مالیې وزارت  د پراختیایي پروژو د پیلیدو لپاره د بودجې په برابرولو باندې بوخت دی  او د پروژو تر ارزولو وروسته به په ټول هیواد کې د دې پروژو چارې پيل شي.

د دې سفر په لړ کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر، د زابل ولایت د ولایت د مقام له کفیل ملا محب الله آخوند سره هم کتنه تر سره کړه.

 

ښاغلي وزیر تر هرڅه دمخه د زابل ولایت کفیل او مجاهدینو ته د هیواد د بشپړې خپلواکې تر لاسه کولو په مناسبت مبارکې وړاندې کړه.

تر دې وروسته، دواړو لورو  د علاقي وړ موضوعاتو باندې بحث او تبادل نظر وکړل او دهیواد د پرمختګ او هیوادوالو د سوکالي په اړه یې د هر اړخیزه هلوځلو  د جاري ساتلو هوډ څرګند کړ، ترڅو هیوادوال مو د اسلامي نظام په سیوري کې د هوسا او بسیا ژوند خاوندان شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu